پاکستان وايي د ترورېزم مخنیوي ته متعهد دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان په خپله خاوره کې د ترورېزم مخنیوي ته متعهد دی او هڅې یې نړیوالو په وار-وار تائید کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په دې اړه وویل:

"موږ په بشپړ ډول د پاکستان له خاورې د ترورېزم پاکولو ته تعهد لرو او زموږ هڅې بریالۍ هم وې، موږ پیاوړی اقدام کړی چې د امریکا په ګډون د نړۍ زیاتو هېوادونو تائید کړی دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، نفیس زکریا دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د ترورېزم په اړه په خپل کلني راپور کې وویل چې د حقاني شبکې او لشکر طیبه په څېر ترورېستي ډلو تېر کال هم د خپل فعالیت لپاره د پاکستان له خاورې کار اخیستی دی.

هغه همداراز وویل چې د پاکستان په باور په افغانستان کې لانجه یوازې له سیاسي لارو حل کېدلائ شي او پوځي حل نه‌لري.

د زکریا په وینا، افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو له بحران سره مخامخ دی او ترورېستي ډلو ته‌يې په هغه هېواد کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.