اوکراین کې خبریالان: د خبریال شېرمت د وژنې عامل دې څرګند شي

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې نن ګڼ شمېر خبریالان او د مدني ټولنې فعالان راغونډ شول او له حکومته‌یې غوښتنه وکړه چې د هغې بمي چاودنې عاملین څرګند کړي چې خبریال پاول شېرمت په‌کې ووژل شو.

د پاول شېرمت ملګرو، دوستانو او همکارانو چې نن د کیف په مرکز کې راغونډ شوي و، د اوکراین له حکومته پوښتنه کوله چې ولې یې د چاودنې په اړه څېړنې بندې کړې دي.

هغوی نن د شېرمت د وژل کېدو پر ځای، شمعې ولګولې او لږ تر لږه ۲۰۰ کسانو د ولسمشر د ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو پر لور مارش وکړ.

مارش کوونکو غوښتنه کوله چې حکومت دې د پېښې په اړه ټول معلومات چې له ولس سره نه‌دي شریک شوي، خپاره کړي.

خبریال پاول شېرمت په خټه بلاروسی او د روسیې تبعه و.

هغه په اوکراین کې ژوند کاوه او د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ۲۰مه نېټه، کار ته د تګ پر مهال په چاودنه کې ووژل شو.

چاودېدونکې وسیله د هغه په موټر کې ځای پر ځای شوې وه.

په کیف کې د هغه پلویانو نن د "پاول چا وواژه" شعارونه لېږدول.