امریکا د طیارو په کابین کې د کمپیوټرونو پر انتقال ۴ میاشتنی بندیز ختم کړ

د امریکا متحده ایالاتو هغه بندیز ختم کړ چې څلور میاشتې وړاندې دغه هېواد ته د منځني ختیځ او افریقا له ځینو هېوادونو څخه د ورتلونکو الوتکو په کابین کې د لپ ټاپ کمپیوټرونو پر وړلو لګېدلی وو.

روېټرز خبري اژانس لیکي، په دې سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې یو جنجالي محدودیت پای ته ورسېد.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ د ټویټر له لارې دا تائید کړه چې له هغو لسو هوایي ډګرونو څخه چې دا بندیز پرې لګول شوی وو، په ریاض کې د شاه خالد هوایي ډګر وروستی میدان دی چې دا بندیز په‌کې ختم شو.

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې د لسو هوایي ډګرونو څخه امریکا ته د تلونکو الوتکو په کابین کې د الکترونیکي وسایلو انتقال منع کړ، ځکه دوی په دغو وسایلو کې د چاودېدونکو موادو د ځای پر ځای کولو څخه وېره درلوده.

پر امارات، اتحاد، قطر، ترکش، سعودي عربیه، رویال جوردنین، کوېټ، اېجېپټ ایر او رویال ایر ماروک هوایي شرکتونو دا بندیز درې اوونۍ دمخه لیرې شو.

دا هغه هوایي شرکتونه دي چې له منځني ختیځ او د افریقا له شمال څخه امریکا ته مستقیم پروازونه لري.

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ بیا ارزول شوی امنیتي لارښود په ټوله نړۍ کې هوایي شرکتونو ته صادر کړ.

د روېټرز خبري اژانس په لیکنه په دغه نوي لارښود کې د امریکا له هوایي ډګرونو بهر د مسافرینو د کنټرول ډېرېدل، د الوتکو په شااوخوا کې د امنیتي تدابیرو ډېرېدل او په روزل شویو سپیانو د کنټرول ډېرېدل شامل دي.

دغه لارښود به هره ورځ پر ۳۲۵ زره مسافرو، امریکا ته پر شااوخوا دوه زره سوداګریزو الوتنو، ۱۸۰ هوایي شرکتونو او په ۱۵۰ هېوادونو کې پر ۲۸۰ هوایي ډګرونو تطبیق شي.

هغه هوایي شرکتونه چې ونه‌شي کولای د امریکا له نوې مقررې سره جوړښت ولري، د الوتکو په کابین کې به د الکټرونیکي وسایلو د انتقال له محدودیت سره مخامخ شي.

بریتانیا لا هم هغه هېواد ته په الوتنو کې ورته بندیز ته ادامه ورکوي.