د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د ترورېزم په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان په ګډو سرحدي سیمو کې ترورېستي ډلې فعالې دي.
د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې متحده ایالاتو او افغانستان د داسې دوه اړخیز کاري چوکاټ جوړولو او هڅو ته دوام ورکړی چې د اټمي ترورېزم د مخنیوي لپاره همکاري زیاته شي او د اټمي قاچاق د مخنیوي، کشف او خنثی په ارتباط د افغانستان توان زیات شي.
راپور وايي چې د حقاني شبکه، لشکرطیبه او جېش محمد په څېر ترورېستي ډلو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پاکستان له خاورې خپل فعالیت ته دوام ورکړی و.
د راپور په حواله، په پاکستان کې د لشکر طیبه ډلې پر فعالیت رسماً بندیز دی، خو د دې یوې څانګې، جماعتالدعوه او فلاح انسانیت ټولنې په ازادۍ، د اسلاماباد په ګډون د پاکستان په ښارونو کې پیسې راغونډې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې چې پرون خپور شوی، د بېلګې په ډول ویل شوي چې د لشکر طیبه مشر حافظ سعید چې ملګرو ملتونو د ترورېستانو په لېست کې شامل کړی، په پاکستان کې سترو غونډو ته ویناوې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونو لا په دې اړه نظر نهدی څرګند کړی.