د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن، بیا له دې امله چې له ماشومانو په جګړه کې کار اخیستل کېږي، شدیده اندېښنه څرګنده کړه.
د دې کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې لږ تر لږه ۵۷ ماشومان ورسره ثبت دي چې په امنیتي ځواکونو کې استخدام شوي او وسلې ورکړل شوې دي.
د ښاغلي صدیقي په وینا، حتی یو شمېر کوچنیان د جنسي سوء استفادې لپاره په امنیتي پوستو کې ساتل کېږي.
په افغانستان کې له ماشومانو په جګړه کې د کار اخیستلو او جنسي استفادې راپورونه مخکې هم خپاره شوي دي.
د افغانستان حکومت یا امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی څرګند کړی.