د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر یو شمېر لوړ رتبه چارواکو چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه په څېړنو کې شامل و، شدید انتقاد کړی دی.
ټرمپ ویلي چې د خپلې رقیبې کاندیدې هېلري کلېنټن په اړهیې د تخریبونکو معلوماتو ترلاسه کولو اړتیا نهدرلوده.
دا خبرې له نیویارک ټایمز سره د ولسمشر ټرمپ مرکه کې راغلي چې پرون چهارشنبه خپره شوه.
له بله پلوه، د امریکا د سنا د قضايي کمېټې غړو پرون وویل چې د جمهور رئیس مشر زوی، ډونالد ټرمپ جونیر او د هغه د انتخاباتي کمپاین مخکنی مسؤل، پاول منفورت موافقه کړې چې راتلونکې اوونۍ په عام محضر کې له روسانو سره د خپلو لیدنو او کتنو په اړه معلومات ورکړي.