د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان "Human Rights Watch" پر ایران غږ وکړ چې له مخدره موادو سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو له اعدامه لاس واخلي.
د ایران پارلمان اوسمهال د مخدره موادو په ارتباط د خپلو قوانینو پر اصلاح او تدوین غور کوي.
پارلمان ښايي په دوو اوونیو کې پر داسې اصلاحاتو رأیې واخلي چې د مخدره موادو په ارتباط د اعدامونو شمېر په بېساري ډول ورسره کمېدلای شي.
د بشري حقونو د څارنې په سازمان کې د منځني ختیځ د چارو مسؤلې سارا لي وایټسن ویلي چې د ایران قضايي قوې ته دا نهښايي چې خلک اوس د هغه قانون پر اساس اعدام کړي چې ښايي راتلونکې میاشت بدل شي.
دې سازمان ویلي چې په ایران کې د بشري حقونو د څارنې یوې ادارې چې په ناروې کې ده، پتیلې چې د جون میاشتې له پنځمې راهیسې لږ تر لږه ۳۹ تنه په ایران کې له مخدره موادو سره په تړلو جرمونو اعدام شوي دي.