دفاع وزارت: پاکستان دې خپلو ښارونو کې د ترهګرو ضد عملیات وکړي

د افغانستان دفاع وزارت له پاکستانه وغوښتل چې د خپل هېواد په ښارونو کې د ترهګرو پر ضد عملیات وکړي.

د دفاع وزارت ویاند وروسته تر دې دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د پاکستان پوځ د کابل دا وینا رد کړه چې ترورېستان د پاکستان په ښارونو کې په ښکاره فعالیت کوي.

جنرال دولت وزیري وایي:

"اصلاً د ترورېستانو مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي، د پاکستان په عمق کې دي. په پنجاب، کراچۍ په پېښور او نورو سیمو کې دي."

څه باندې دوه اوونۍ مخکې د امریکایي سناتورانو یوه پنځه کسیزه ډله اسلام‌اباد او کابل ته ولاړه او د افغانستان او پاکستان چارواکو له دوی سره موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې به همغږه عملیات کېږي او څارنه به‌یې امریکا کوي.

پاکستان په خېبر دره کې له یکشنبې راهیسې د خېبر څلور په نوم عملیات پیل کړي دي چې کابل پرې اعتراض کړی دی.