ارزونه: لويه څارنوالي کې فساد د تېرو کلونو په پرتله کم شوی

په افغانستان کې د اداري فساد د څارنې او اروزنې خپلواکه کمېټه په خپل تازه راپور کې وایي چې د افغانستان په لويې څارنوالۍ کې اداري فساد د تېرو کلونو په پرتله کم شوی دی.

دغه راپور چې پرون خپور شو په‌کې ویل شوي چې زیات جرمونه، د پاتې کارونو ترسره کېدل، د دوسیو څېړنه او د لږو راپورونو ورکول هغه موارد دي چې په لويې څارنوالۍ کې د اداري فساد لپاره زمینه برابرولی شي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په لویه څارنوالۍ کې د نوي مشرتابه له راتګ سره فساد کم شوی دی او له دې ادارې به د نړیوالو ملاتړ ادامه پيدا کړي.