د اذربایجان ملي امنیت وایي چې شپږ تنهیې د ستر خیانت او جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د اذربایجان ملي امنیت پرون په یوه بیان کې وویل چې یو تورن مختار یعقوبوف نومېږي چې هغه وخت ونیول شو چې ده هڅه کوله د بهرنیو استخباراتي ادارو په لارښوونه مهم بایومټریک اسناد له اذربایجانه وباسي.
په دې اړه دغې ادارې نور معلومات نهدي ورکړي.
د اذربایجان د ملي امنیت د ادارې په بیان کې ادعا شوې ده چې د یعقوبوف نیولو د پنځو تنو نورو نیولو ته لار پرانیسته چې په مرکز باکو او نورو سیمو کې توقیف شول.
دغه کسان د اذربایجان د وسلهوالو ځواکونو او امنیتي ادارې د مهمو اسنادو په راغونډولو تورن شوي دي.