د ارزګان سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو نن چهارشنبه په یوه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنې وبللې او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورني او بهرني سیاست ملاتړ يې وکړ.
دوی د افغانستان ګاونډي هېواد ایران ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان د اوبو په اړه وروستۍ څرګندونې يې د ټولو اصولو خلاف دي او باید بېرتهيې واخلي.
په یاده غونډه کې د ارزګان والي محمد نذیر خروټي وویل:
"دغه ډول خبرې چې د ایران ولسمشر کوي، موږ په دې پوهېږو چې دوی نهغواړي افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي، یعنې ښکاره د افغانستان په چارو کې مداخله کوي، زه دغه خبرې په کلکو ټکو غندم او خبرداری ورکوم چې دغه ډول خبرې دې نهکوي."
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ایران ولسمشر په ښکاره ویلي وو چې د افغان حکومت لهخوا د هلمند پر سیند د بند جوړولو په اړه چپ نهشي پاتې کېدای.
له دې سره د دغه ولایت یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو هم د ایران د ولسمشر دغه ډول خبرې په کلکه وغندلې او د خپل هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د کورني او بهرني سیاست او په ټوله کې يې د ملي یووالي له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړ.