ملاله یوسفزۍ نایجریا کې د لسګونه نجونو له‌خوا وستایل شوه

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله د سې شنبې په ورځ په نایجیریا کې د لسګونه ځوانو نجونو له‎خوا وستایل شوه.

ملالې هلته له هغو نجونو سره وکتل چې د بوکو حرام تُندلارې ډلې تښتولې وې او هغوی یې د زده‎کړې دوام ته هڅولې دي.

دغې ۲۰ کلنې فعالې اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې د هغو نجونو زړورتیا خوشحاله کړې چې په خپل هېواد کې د تر ټولو ناوړه بشري وضعیت سره سره خپلو زده‎کړو ته دوام ورکوي.

دا د نجونو د پیاوړتیا په هدف د نوموړې د سفر یوه برخه ده چې تر اوسه‌یې د نړۍ څو نورو برخو ته هم په همدې هدف سفرونه کړي دي.

ملالې د چيبوک ښوونځي له هغو نجونو سره ولیدل چې د بوکو حرام ډلې درې کاله وړاندې تښتولې وې.

تر اوسه د دغو نجونو ۱۰۰ تنه‌یې ژغورل شوي چې اوس په پلازمېنه ابوجه کې اوسېږي چې ملالې د دوشنبې په ورځ ورسره ولیدل.

نوموړې اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې دغو نجونو د خپلې ازادۍ په اړه خوښي وښوده، خو ملاله وایي، لا هم له‎دې کبله خواشینې ده چې دا نجونې په بشپړ ډول له خپلو کورنیو سره نه‎دي یوځای شوي او هیله‌یې وښوده چې هغوی بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شي او عادي ژوند پیل کړي.

لا هم د دغه ښوونځي لسګونه نجونې د بوکو حرام ډلې سره دي.

ملاله وایي، بوکو حرام ډله باید پوه شي چې په اسلام کې دا ډول کړنې د منلو وړ نه‎دي او دا د انسانیت او اسلام ضد عمل دی.

همداراز ملالې یوسفزۍ په میدوغوري ښار کې دننه او بهر د کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو کمپونو ته هم ولاړه چېرې چې زرګونه کسان د بوکو حرام ډلې د تاوتریخوالي له کبله هلته پناه شوي دي.

دغه تُندلاره ډله په پرله‎پسې ډول په نایجیریا کې خونړي بریدونه کوي او حتی ځیني وختونه په ځانوژونکو بریدونو کې له ځوانو نجونو کار اخلي.

ملالې د دوشنبې په ورځ د نایجیریا له مرستیال ولسمشر سره ولیدل او د څه باندې ۱۰ میلیونه بې‎ځایه شویو ماشومانو په اړه‌یې ټینګار وکړ چې په هغه هېواد کې د زده‎کړې لپاره بېړنی حالت اعلان کړي.

نوموړې دغه‌راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د نایجیریا په شمال ختیځ کې له بحران سره مقابله وکړي.

د بې‎ځایه شویو په کمپونو کې نجونو ویلي، له ملالې سره تر لیدو وروسته‌یې د روښانه راتلونکې لپاره هیلې پیدا کړې دي.

۱۵ کلنې فاطمې علي ویلي چې موږ باید د لوږې په څېر ټول کړاوونه وزغموو، څو ښوونځي ته ولاړې شو.

دې وویل چې غالباً په ورځ کې یو ځل ډوډۍ خوري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له‎مخې د نایجریا په شمال ختیځ کې درې مېلیونه ماشومان د زده‎کړې د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.

له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې بوکو حرام تاوتریخوالی پیل کړی، نېږدې ۱۴۰۰ ښوونځي وران شوي او شااوخوا ۲۳۰۰ ښوونکي وژل شوي دي.