ظریف: امریکا په نویو بندیزونو د چاپېریال د خړپړولو هڅه کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تور ولګاوه چې د امریکا حکومت په نویو بندیزونو، له دې سره سره د چاپېریال د خړپړولو هڅه کوي چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال پر اټمي موافقې عمل کړی دی.

امریکا پرون سې شنبه د ایران د بالسټیکي توغندیو له پروګرام او نورو پوځي فعالیتونو سره د ارتباط له کبله پر یو شمېر افرادو او بنسټونو بندیزونه ولګول.

امریکا دا بندیزونه یوه ورځ وروسته له دې ولګول چې تائید یې کړه چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې سره سم عمل کړی دی.

ظریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو ته وویل:

"دا له بده‎مرغه د دې نوې ادارې بد عادت ګرځېدلی دی، نړیوالې ټولنې دا خبره په لوړ او واضح اواز اورېدلې ده او دې لوبې ته له ډېرې پاملرنې پرته، له ایران سره راکړې ورکړې ته دوام ورکوي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا نوي بندیزونه غیر قانوني وبلل او «سي. بي. اېس نیوز» ټلوېزیون ته‌یې وویل چې دا بندیزونه د اټمي موافقې د روحیې خلاف دي.