د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښار جوړونې وزارت له لوري د اوسېدلو څلور ښارګوټي جوړېږي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د ښار جوړونې وزارت د هغو څلورو ښارګوټو د جوړولو پلان منظور کړی چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایتي ادارې لهخوا ورته وړاندیز شوی وو.
نوموړی وايي، په نېږدې راتلونکي کې به پر دغو څلورو ښارګوټو عملاً کار پيل شي چې په جوړېدو سره به د ګڼو کورنیو د سرپنا ستونزه حل شي.
خوګیاڼي زیاته کړه:
"د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څلور لوی ښارګوټي چې په پلان کې نیول شوي وو د ښار جوړونې وزارت لهخوا منظور شول چې په دې کې د بهراباد درېیمه برخه، د غالیو اوبدلو، د شهید زړور زاهد د پولیسو ښارګوټی او د ښار په قصبې سیمه کې به لوی ښارګوټي جوړ شي."
نوموړی وايي، که څه هم په دغو ښارګوټو کې د اوسېدونکو کورنیو شمېر لا نهدی معلوم، خو لومړیتوب به هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې کلونه پخوا ورته د سرپنا لپاره د نومرو اوېزونه وېشل شوي وو.
ښاغلی خوګیاڼی وایي:
"تر اوسه لا نهده معلومه چې څومره کورنۍ به په دې ښارګوټو کې مېشت شي، خو له وړاندې نه کورنۍ په نښه شوي او خلکو ته اوېزونه ورکړل شوي په دوهمه مرحله کې د شهیدانو کورنیو ته او له هغې وروسته بیا بېوزله طبقې ته به توزېع کېږي."
اوسمهال د جلالاباد په ښار کې د خلکو د ډېرې زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د ښار واټونه د ټرافیکو پر مخ بند وي او د انجنيرانو په خبره دغه ښار د اوسنيو نفوس ته په کتو ډېر وړوکی دی.
په جلالاباد کې د انجنيري خدمتونو د یوه خصوصي شرکت مشر انجنیر اباسین بهیر وايي، د دې ستونزې یوازنی حل په همدې کې دی چې له ښاره وتلو سیمو کې ښارګوټي جوړ شي.
دی وايي:
"د ښار د پراختیا لپاره لازمه ده چې د ښار په وتلو څنډو کې مناسب ځایونه ښارګوټو ته لازم دي او پهکار ده چې همدا ډول ښارګوټي منظور شي له دې سره هم ښار پراختیا پېدا کوي او هم به په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي."
مدني فعال ډاکتر اسدالله ښالیز د حکومت له لوري د ښارګوټو جوړول مثبت کار ګڼي او په خبرهيې له دې لارې کېدلای شي چې د ځمکو د غصب مخه هم ورسره ونيول شي.
ښالیز زیاته کړه:
"هغه کومه ځمکه چې له غاصبینو پاتې ده، که هغه دولت د ماسټر پلان لپاره په خپل تصرف کې واخلي نو دې سره به دا ځمکې له غاصبینو هم خوندي شي."
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هندوستان هېواد هم ژمنه کړې چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ قاسماباد ښارګوټي کې کډوالو ته د هستوګنې لپاره څلور زره کورونه جوړوي.
راپور: شاهمحمود شینواری