د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ پرون د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د هغو شپږو افغان روباټ جوړونکو نجونو سره وکتل چې مخکې ورته د امریکا متحده ایالاتو لهخوا د ویزو ورکول رد شوي وو، خو وروسته د ولسمشر ټرمپ په مداخله امریکا ته د سفر ویزې ورکړل شوې.
ایوانکا ټرمپ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د روباټیک سیالیو په مراسمو کې ګډون وکړ او دغلتهیې په ځانګړې توګه له افغانستان څخه له ورغلو نجونو سره وکتل.
کله چې تر یو ځل ردېدو وروسته دې افغان نجونو ته د امریکا ویزې ورکړل شوې، هغه مهال د ولسمشر ټرمپ لور ایونکا ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي وو:
"زه به راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې له دې بااستعداده افغان نجونو او د دوی سیالانو ته د هرکلي لپاره سترګې په لاره یم."
ایوانکا ټرمپ د سې شنبې په ورځ د روباټیک سیالیو په پیل کې پر افغان نجونو سربېره دغو سیالیو ته له بېلابېلو هېوادونو څخه ورغلو ګډون کوونکو ته هرکلی ووایه.