HRW: روسیه پر انلاین فعالیتونو د څار په پلمه منتقدین محاکمه کوي

د بشري حقونو د څار سازمان «هیومان رایټس واچ» وایي، روسیې پر انلاین بیان د پام وړ محدودیتونه او پر انلاین فعالیتونو یوه ځپونکې څارنه لګولې او د افراطیت په وړاندې د مبارزې په پلمه منتقدین محاکمه کوي.

په هغه راپور کې چې په نیویارک کې مېشت دغه سازمان نن سې‎شنبه خپور کړی، د روسیې د حکومت اقدامات ثبت شوي او وایي چې داسې ښکاري چې د دغو اقداماتو هدف د دولت تر پراخ کنټرول لاندې د انټرنټي فعالیتونو راوستل دي.

روسیې په وروستیو کلونو کې یو لړ سخت قوانین وضع کړي چې حکومت ته د دې پراخ امکان ورکوي چې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړي، بې‌کنټروله څارنه وکړي او هغه معلومات سانسور کړي چې حکومت‌یې افراطي او له کلتوري ارزښتونو سره سم نه، یا هم عامو خلکو ته زیان اړوونکي بولي.

«HRW» له مسکو څخه غواړي چې له هغه قانون څخه چې دا سازمان‌یې فشار راوړونکی بولي، په شا شي، د افراطیت په وړاندې د مبارزې په پلمه د منتقدینو محاکمه کول پای ته ورسوي او هغه نړیوال مسؤلیتونه پر ځای کړي چې د بیان ازادي خوندي کوي.