سېف دې چلډرن: د افغان ماشومانو د تلفاتو شمېر ټکان ورکوونکی دی

په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ دفتر وايي، په جګړو کې د ولسي خلکو په تېره د ماشومانو د تلفاتو لوړې شمېرې ټکان ورکوونکې دي.

د دغې ادارې له‎خوا تېره ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې په ډاګه کوي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خراب دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې ۱۶۶۲ ملکي کسان وژل شوي چې دوه سلنه ډېروالی ښيي او ۳۵۸۱ نور بیا ټپیان دي.

د ماشومانو د ملاتړ دفتر «سېف‎ دې چلډرن» په اعلامیه کې همدا شان په جګړه کې د ملکي، په ځانګړي توګه د ماشومانو مرګ ژوبله غندل شوې او له ښکېلو خواو غوښتل شوي چې د ماشومانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.