د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، حکومت د افغانستان د ژغورنې له ائتلاف څخه د شته اندېښنو لپاره جنرال دوستم ته د افغانستان د راتګ اجازه نهده ورکړې.
د سیاسي چارو کارپوه داود مایار وايي، دا چې له رامنځته شوي ائتلاف څخه ځیني بهرني هېوادونه ملاتړ کوي، نو دا مسئله افغان حکومت ته ستونزې کړي.
د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس له ښاغلي مایار سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې افغانستان ته د ښاغلي دوستم د راتګ موضوع څومره سمه ده؟
Your browser doesn’t support HTML5