د روسیې په کمچتکا ټاپووزمه کې نن سې شنبه یوه سخته زلزله وشوه چې ورپسې د سونامي یا سمندري طوفان خبرداری ورکړل شو.
د امریکا د زلزلو د ثبت ادارې نن وویل، د دې زلزلې شدت د رېښتر په مقیاس ۷،۸ او مرکز یې د «اټو» په نوم د الاسکا په یوه ټاپو کې و.
۷،۸ ډېره سخته زلزله ده چې د خلکو د استوګنې په سیمو کې ډېر تلفات پېښولای شي، خو نننۍ زلزله د خلکو له استوګنې په لیرې سیمه کې شوې او سمدستي یې د تلفاتو په اړه هم معلومات نهدي تر لاسه شوي.