امریکا کې دوه ایرانیان د حساسو سافټ ویرونو په غلا تورن شوي

د امریکا د عدلیې وزارت پرون دوشنبه دوه ایرانیان د امریکا د دفاع وزارت د یوه قراردادي د کمپیوټر په هک کولو او د حساسو سافټ ویرونو په غلا تورن کړل.

ویل شوي چې په دې سافټ ویرونو کې د مرمیو او د توغندیو د سروکو د جوړولو په اړه حساس معلومات ساتل کېدل.

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه حکم کې راغلي چې محمد سعید عجیلي د محمد رضاخواه په نوم یو تن د دې لپاره استخدام کړی و چې د کمپنیو کمپیوټري سېسټمونو ته ننوځي، سافټ ویرونه‌یې غلا کړي او بیا یې د ایران پر پوهنتونونو، پوځ او حکومت وپلوري.

دا دواړه او یو بل تورن چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې نیول شوی او د بندیانو د تبادلې له‎مخې بېرته ایران ته سپارل شوی و، د شوې ادعا له‎مخې د پنټاګون د قراردادي کمپنۍ کمپیوټرونو ته ننوتي وو.

د امریکا د ویرمونټ ښار یوې محکمې همداراز د هغو دوو نورو مشکوکو تورنو د نیولو حکم هم ورکړی چې ګومان کېږي په ایران کې استوګن دي.