په کندهار کې د بزګرانو د اقتصادي پراختیا په هدف ډېر ژر په عصري بڼه د ممیزو ۳۰ خونې جوړېږي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس سعید حفیظالله سیدي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ممیزو دغه خونې د څه باندې اته نیم لکه ډالرو په ارزښت د کرنې وزارت په مالي مرسته جوړېږي.
سیدي وایي چې د دغو خونو ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
په دغو خونو کې له سلګونه مټریک ټنو انګورو څخه ممیز تولیدېږي.