د کندهار او هلمند صنعتکاران نوي صنعتي پارکونه غواړي

د افغانستان د متشبیثینو د عالي بورډ مسؤلین وایي، د کندهار او هلمند صنعتکاران له دولته غواړي چې دوی ته نوي صنعتي پارکونه جوړ کړي.

د متشبیثینو د عالي بورد مشر رحم‎الدین حاجی نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د کندهار او هلمند صنعتکارانوپرون د دوشنبې په ورځ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ چارو له مرستیالې اغلې کاملې صدیقي سره ولیدل او د کندهار د صنعتي پارک د برېښنا د نشتون ستونزه یې هم ورسره یاده کړه .

حاجي آغا وایي چې د هلمند صنعتکاران غواړي، څو حکومت ورته په لښکرګاه کې یو نوی صنعتي پارک جوړ کړي، ځکه د یاد ولایت نورې سیمې نا امنه دي او صعنتکاران اقتصادي فعالیتونو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړی وايي چې په هلمند او کندهار کې د صنعتي پارکونو په جوړولو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او اقتصادي وضعیت به یې ښه شي.