زما نوم چېرې دی؟ کمپاین

په دې وروستیو څو اوونیو کې یوه ډله نجونو زما نوم چیرې دی په نامه یو کمپاین پیل کړی او موخه یې دا ده چې ولې یو شمېر افغانان د خپلو ښځو د نومونو په اخیستلو شرمېږي.

نوم د هر انسان هویت دی چې د له پیدایښته وروسته پرې ایښودل کېږي او د ژوند ترپایه بیا په همدې نامه یادېږي، خو اکثراً افغانان د خپلې مور، خور، لور او مېرمنې په نوم شرمېږي او د دوی د نوم اخیستل ورته په اصطلاح شرم او ننګ ښکاري.

ډېری افغانان د اړتیا په وخت کې په عمومي ځایونو کې د خپلې ښځې، خور، لور او مور نومونه نه اخلې او هغوی ته د نوم اخیستلو په ځای تور سرې، زنانه، عاجزه، د ماشومانو مور د فلاني لور، مرحومه د حاجي ښځه د ملک وریندار او دی ته ورته نور نومونه اخلي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ