جرأت: سږ کال د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر لږ شوی

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د تېر کال په پرتله له ایران او پاکستان څخه سږ کال د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر لږ شوی دی.

د دغه وزارت ویاند اسلام‌الدین جرأت ازادي راډیو ته وویل، په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو ماشومان په درسونو بوخت دي او له بلې‌خوا ایران د اسلام قلعه بندر له لارې د کډوالو په راستنېدو کې یو لړ خنډونه پېښ کړي دي.

جرأت وویل:

"حاضر دمه د دې لپاره چې په دغو دوو هېوادونو کې د افغان مهاجرو تعلیمي بهیر په نورمال ډول دوام لري، ډېره تمه نه‎کېږي چې کورنۍ دې د راستنېدو پرېکړه وکړي. خو په راتلونکي میلادي میاشت کې بیا هم اټکل کوو چې د تېر کال په شان به زیات کډوال راشي."

تېر کال په مجموع کې تر یو میلیون زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته راغلل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت باور لري چې د دوبي د رخصتیو له پیلېدو وروسته به له ایران او پاکستان څخه د ورځې له ۳ زره تر ۴ زره کډوال افغانستان ته راوګرځي.