د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک او د بېپیلوټه الوتکو کشفي سیسټم د افغان امنیتي ځواکونو د محاربوي وړتیا له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې دغه سیسټم د هلمند د ناوې ولسوالۍ په بېرته نیولو کې هم رول درلود.
ده وویل چې تېره ورځ افغان هوايي ځواک ۱۵ ځلې د دولت د وسلهوالو مخالفینو پر مورچلو حملې کړي او تر سلو زیاتې حمایوي الوتنې یې کړي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ورسره ژمنه کړې چې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره ۸۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.