امریکا: ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې سره سم عمل کړی

د امریکا حکومت تصدیق کړې ده چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې سره سم عمل کړی او پر دې هېواد د بندیزونو د نرمولو بهیر به دوام وکړي.

خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په عین حال کې ژمنه کړې چې د بالسټیک توغندیو د ازموینې او ځینو نورو مسایلو له کبله به پر دې هېواد بندیزونه دوام وکړي.

وروسته له دې چې ډونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړی د دوهم ځل لپاره امریکايي چارواکي اعتراف کوي چې دې موافقې نتیجه ورکړې او د اټمي وسلو جوړولو لپاره‌یې د ایران مخه نیولې ده، خو له بلې‌خوا ولسمشر ټرمپ دا یوه غلطه معامله بللې او ویلي یې دي چې دا ډېره بده معامله به باطله کړي.

د ټرمپ ادارې پرون ناوخته وویل چې ایران له لوېدیځ سره د اټمي موافقې پر اصولو عمل کړی، خو په عین حال کې یې پر ایران له دې کبله سخت انتقاد کړی چې د بالسټیک توغندیو د جوړولو او نورو اقداماتو په وسیله‌یې د دې موافقې له اصلي مفهوم څخه داسې سرغړونې کړي چې د نورو بندیزونو په وسیله به په نښه شي.