هغه واده چې لسګونه افغان نجونو ته یې کاري زمینه برابره کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د يوې افغانې جوړې داسې واده چې لسګونو نجونو يې ته کار زمینه مساعده کړې. د خیاطۍ دغه دستګاه د عارفې او علي زاده د واده په لومړۍ ورځ پرانېستل شوه. د عارفې او علي زاده واده ډېر ساده و، دې دواړو د واده د لګښت په پیسو د بانو او هنر په نوم دستګاه جوړه کړه. عارفه د دې دستګاه مسؤله ده او سهار نه ترماښامه د نورو نجونو سره جامې تولېدوي او بازارته يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي. د دوی د واده ټول لګښت نېږدې پنځوس زره افغانۍ او د مېلمنو شمېر یې ۱۳ تنو ته رسېده. ویډیو: ولي سباوون ایډیټ نصرت پارسا