ملي امنيت ۵ تنه انسان تښتوونکي جلال اباد کې نېولي

د ملي امنيت رياست مؤظفينو پنځه تنه انسان تښتوونکي د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نېولي دي.

د ننګرهار د ولایت مقام له خوا نن په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې یادو کسانو جلال اباد ښار، لويو لارو او ولسواليو کې فعاليت درلود.

نيولو شويو انسان تښتوونکو په خپل جرم اعتراف کړی او زیاتوي چې د انسان تښتونو په يو شمېر قضيو کې لاس لري.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوه اونيو کې ملي امنيت ادارې ۱۱ تنه انسان تښتوونکي نيولي او په دغه اداره کې تر پوښتنو لاندې دي.