د جنوبي کوریا چارواکو شمالي کوریا سره د پوځي خبرو وړاندیز وکړ

د جنوبي کوریا چارواکو نن له شمالي کوریا سره د پوځي خبرو وړاندیز وکړ.

دوی دا وړاندیز په داسې وخت کې کوي چې د شمالي کوریا له خوا د پرله پسې توغندیو له ازموینو سره د دواړو کوریاګانو اړیکې ډېرې خرابې شوي دي.

د جنوبي کوریا د دفاع مرستیال وزیر سوه-چو-سوک وویل چې موږ د جولای په ۲۱مه په تانګیلګاک کې د پوځي اړیکو وړاندیز کړی څو په مټ یې ټول پاروونکي اقدامات ودرول شي او د کړکېچ اندازه راکمه کړي.

تانګیلګاک چې د شمالي کوریا پورې اړونده سیمه ده مخکې تردې هم د ځینو خبرو لپاره کارېدله.