په نړیوالو روبوټیک سیالیو کې د افغان نجونو ټیم تر ټولو ټیمونو مخکې پرانیست غونډې ته ننوت او خلکو ته وپيژندل شول.
د روبوټیک نړیوالو سیالیو پرانېست غونډه نن سهار وختي په واشنګټن کې وشوه او تمه ده د نړۍ ۱۶۳ هېوادونه په روانو درېیو ورځو کې خپل جوړ شوي روبوټونه نندارې ته وړاندې کړي.
افغان نجونو چې د هرات ولایت اوسیدونکې دي او له ۱۵ تر اتلسو کلونو عمر لري د روبوټ نړیوالو سیالیو پرانېست غونډې ته د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره انتقالاوه او ګڼو ننداره چیانو یې تود هرکلی وکړ.
د افغان نجونو روبوټ نارنجي او شین رنګ پیژني او د توپونو په جوړولو کې هم مهارت لري.
شپږ افغان نجونې د سیالیو تر پیل یوه ورځ مخکې وروسته له هغه واشنګټن ته ورسېدې چې د امریکا د ویزې په اخېستلو کې یې ستونزې ولیدلې.