متحد ایالاتو پر ایران غږ کړی چې په جعلي تورونو د امریکا یا بل هر هېواد بندي شوي اتباع خوشې کړي.
د ایران د قضا ویاند غلام حسین محسني اژهيي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشر حسن روحاني کشر ورور حسین فریدون د مالي سرغړونو په خاطر توقیف شوی او یو امریکایي- چینایي وګړی ایران ته د ننوتو په جرم د قضا له خوا په ۱۰ کاله بند محکوم شوی.
د امریکايي- چینايي تورن نوم زیووي وانګ Xiyue Wang ښودل شوی او د میزان په نوم د ایران قضا ته د نېژدې ویبپاڼې د راپور له مخې ۳۷ کلن ونګ ایران ته د یوه محصل په توګه تللی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام وویل، موږ په ایران کې په غیر عادلانه ډول د ټولو نیول شویو امریکايي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه کوو څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
دې چارواکي چې نوم یې نهدی یاد شوی فرانسپرېس خبري آژانس ته ویلي، دا کسان که امریکايان دي او که د نورو هېوادونو اتباع په جعلي تورونو نیول شوي دي.