د اتمر په مشرۍ یو پلاوی د منځنۍ آسیا هېوادونو ته په سفر تللی

د افغان ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ جګپوړی دولتي پلاوی د منځنۍ آسیا هېوادونو ته په سفر تللی.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې وايي چې ښاغلی اتمر او ورسره پلاوی پرون د قزاقستان په مقصد وخوځېدل او په پام کې ده چې د دې هېواد له پوځي او سیاسي چارواکو سره د افغانستان او سیمې د ثبات، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړي کولو خبرې وکړي.

د بیان له مخې ښاغلی اتمر به په استانه کې له لیدو کتو وروسته تاشکند ته سفر وکړي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر دوام به بحث وکړي.

د ملي امنیت شورا بیان زیاتوي چې ښاغلی اتمر به په ازبکستان کې د افغان حکومت د سولې د هڅو، د ترورېزم پرضد د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي پروژو د عملي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.