د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد د تېرې ورځې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۳ وسلهوال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي، د میوند قول اردو په مشرۍ په دې پوځي عملیاتو کې چې پرون سهار پیل شوي، د شپږو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په بیان کې د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې دا عملیات به له وسلهوالو مخالفینو څخه د ناوې ولسوالۍ د بشپړې تصفیې تر وخته دوام وکړي.
په بیان کې همدا راز یادونه شوې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو افغان سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.