وزيري: پر ډیورنډ کرښې د پاکستان پوځي عملیات بې ګټې دي

د افغانستان دفاع وزارت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افراطي ډلو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیات بې ګټې بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، د تروریستانو اصلي مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي او که د پاکستان پوځ په رښتیا د دې ډلو پر ضد عملیات کوي دا مرکزونه له منځه یوسي.

د پاکستان پوځ پرون د قبایلي سیمې خېبر ایجنسۍ په راجګال دره کې چې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده، د داعش ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د خېبرڅلور په نوم د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند په دې وروستیو کې د داعش ډلې د مشرانو وژنې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغان پوځ، د هېواد په ختیځ کې ډیورنډ کرښې ته نېژدې د داعش او نورو ډلو پر ضد عملیات کړي او د پاکستان د پوځ عملیاتو ته اړتیا نشته.