د اسرائیل چارواکو په بیتالمقدس کې خورا سپېڅلي ځایونه چې پهکې اقصی جومات هم شاملېږي، نن د یکشنبې په ورځ بېرته پرانېستې دي.
اسرائیل وروسته له هغه د جمعې په ورځ په بیتالمقدس کې دا سپېڅلې ساحه وتړله چې درېیو عربي اسرائیلیانو په ډزو دوه پولیس ووژل.
په بیتالمقدس کې حرم شریف ته د لومړنۍ ډلې ورتلونکو کسانو نن سهار الله اکبر نارې وهلې.
پولیسو په دې شرط خلکو ته لهدې ساحو د لیدنې او زیارت کولو اجازه ورکړې چې وضع شوي مقررات ومني.
پولیسو اقصی جومات او د غره ګنبدې شاوخوا اوسپنېزې پنجرې او کمرې لګولي او داسې ماشینونه یې درولي چې له خلکو سره انتقالېدونکي فلزي اله پېژندلی شي.
د اقصی جومات رئیس شېخ عمر کسواني ویلي چې نوي وضع شوي مقررات نه مني.
هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:
"موږ د اسرائیل حکومت لهخوا وضع شوي مقررات او بدلونونه نه منو، تر هغو جومات ته نه ننوځو چې د اوسپنې تشخیصونکي ماشینونه نهوي لېرې شوي."
د اسرائیل حکومت استدلال کړی چې د تېرې جمعې ورځې د حملې عاملین په بیتالمقدس کې له سپېڅلې ساحې ورغلي وو.
په هغې حمله کې چې د درېیو عرب اسرائیلیانو له خوا وشوه، دوه پولیس ووژل شول.
اسرائیلي حکومت سمدستي تر حملې وروسته، د اقصی جومات په شمول ځینې مقدسې ساحې وتړلې او مسلمانانو له څو لسیزو وروسته د اسرائیل حکومت د دې کار په نتیجه کې د جمعې لمونځ ونه شو کړای.
د اسرائیل حکومت دې بې مخینې پرېکړې، د ګڼو مسلمانانو او اردن حکومت غبرګون را وپاراوه.
اردن حکومت په بیتالمقدس کې د سپېڅلې سیمې «حرم شریف» خادم دی.
د شنبې په ورځ د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه ورکړه چې د یکشنبې په ورځ به حرم شریف او د غره ګنبده په تدریجي ډول پرانېزي.
حرم شریف چې د مسلمانانو او یهودانو لپاره مقدس زیارت ګڼل کېږي، په کلونو کلونو هم کله نه وه، تړل شوې.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه راپور لهمخې، د یکشنبې په ورځ هم اسرائيلي پولیسو یو ۳۴ کلن فلسطینی په ډزو وواژه.
د پولیسو ویاند میکي روسینفلډ ویلي، په ګډو عملیاتو کې چې د یکشنبې په سهار وشول دا ۳۴ کلن فلسطیني له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
د ۲۰۱۵ میلادي کال له سېپټمبر راهیسې اسرائیلو ۲۵۵ فلسطینیان چې د حمله کوونکو په توګه یې پېژندلي وو، وژلي دي.
د حمله کوونکو د حملو په نتیجه کې له همدې نېټې راهیسې ۴۵ تنه اسرائیلیان او درې بهرني وګړي وژل شوي دي.
راپور: صفيالله ستانکزی