د کابل ښاروالۍ تر یو څه ځنډ وروسته، یو ځلي بیا د ښار له ځینو سېمو د سمنټي دېوالونو او موانعو د لېرې کولو کمپاین پیل کړی دی.
په کابل ښار کې د موانعو د لېرې کولو د کمپاین په بیا پیلېدو سره، کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ د کابل ښار د څلورمې ناحیې په سېمه کې یو شمېر موانع او سمنتي دېوالونه راټول کړل.
ښاغلي احمد فهیم معصومي د دغو موانعو د لېرې کولو پر مهال نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د څلورمې ناحیې په دریو نورو برخو کې به هم ډېر ژر دا موانع لېري کړي.
ښاغلي معصومي زیاته کړه:
"مونږ په دوو مهمو برخو کې خپل کمپاین پلی کړ، یو د عدليې وزیر د کور له شااوخوا موانع راټول شول او بل هم د څلورمې امنیتي حوزې سمنټي دېوالونو راټولول دي چې تاسې ګورئ، دغو موانعو سړک بند کړی، د کابل ښاروالۍ په څلورمه ناحیه کې درې نورې برخې هم پاتې دي چې ډېر ژر به له هغو سېمو هم موانع راټول شي."
د کابل ښار له واټونو د موانعو د لېرې کولو دغه کمپاين چې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې په وقفهيي ډول مخ ته ځي، د چارواکو په وینا، له ۵۰۰ ډېر موانع یې د ښار له بېلابېلو برخو لېرې کړي دي.
خو له دې سره یو شمېر کابل ښاریان اندېښنه لري چې حکومت غواړي، د کابل مرکزي سیمې د شنې ساحې په نوم د خنډونو په اېښودلو سره خوندي او د عامو خلکو له ښې وباسي.
حاجي میرا جان او عبدالواسع احمدزي پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"چارواکو ته زه دا وایم چې تاسې ځان لپاره شنه ساحه جوړوئ، ولې د نورو افغانانو غم تاسې سره نهشته، دغه ساحه چې تاسې پهکې شنه ساحه جوړوئ، دغلته مهم روغتونونه دي چې عام خلک ورته اړتیا لري، که چېرې تاسې دا شنه ساحه اعلانوئ، نو افغانانو ته ووايئ چې کابل پرېږدئ او مونږ ټول د کابل له ښاره شنه ساحه جوړوو."
"زما په نظر د شنې سیمې جوړولو ته هېڅ اړتیا نهشته، حکومت باید امنیت ټینګ کړي او پهدې برخه کې د نورو طرحو په لټه کې شي."
کابل ښاروالې وايي، په کابل کې تر وروستيو خونړيو پېښو وروسته، حکومت هڅه کوي چې ارګ ته څېرمه يو شمېر واټونه د خلکو پر مخ وتړي او شنه ساحه یې تر اوسنۍ اندازې هم پراخه کړي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو لهمخې، دغه پروګرام د امنیت شورا لهخوا د مهمو او ډېپلوماتیکو سېمو د امنیت د خوندیتوب لپاره طرحه شوی دی.
دوی وايي، دغه طرحه د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان سېمه کې پلې کېږي او کابل ښاروالۍ د بدېلو لارو طرحه هم جوړه کړې ده.
راپور: ناجیه ساپۍ