د ایران یوې محکمې یوتن د جاسوسۍ په تور په بند محکوم کړ

د ایران یوې محکمې یو تن چې د امریکا او یوه بل هېواد دوه ګونی تابعیت لري، د جاسوسۍ په تور په لسو کلونو بند محکوم کړی دی.

د قضایه قوې ویاند د محکوم شوي کس نوم نه دی ښودلی او نه یې هم نور جزئیات چې هغه کله محاکمه شوی ورکړي دي.

غلام حسین محسني اژه اي نن دولتي ټلویزیون ته وویل چې دغه کس چې معلومات یې راټولول او امریکا ورته مستقیمه لارښوونه کوله په لسو کلونو بند محکوم شوی خو کولای شي چې د استیناف غوښتنه وکړي.

هغه وویل، محکوم شوی کس د امریکا او له ایران پرته د یوه بل هېواد تابعیت لري.

تېر کال د امریکا او لویدیځو هېوادونو دوه تابعیت لرونکي یو زیات شمېر ایرانیان په ایران کې نیول شوي دي، ځینو ته یې د جاسوسۍ او دښمنو دولتو سره د همکارۍ په تور سزاوې اورول شوي او یو شمېر یې بې محاکمو په زندانونو کې ساتل شوي دي.

د یوه بل خبر له‎مخې د ایران د قضایه قوې ویاند دغه راز د ایران د ولسمشر حسن روحاني د کشر ورور حسین فریدون د نیول کېدو خبر هم ورکړ.

پر هغه یو شمېر مالي تورونه لګول شوي دي.

ښاغلي اژهایي وویل، د فریدون او یو شمېر نورو کسانو په اړه څو څېړنې شوي چې یو شمېر یې اوس په زندان کې دي.

هغه وویل، هغه ځکه توقیف شوی چې پرون د شنبېپه ورځ ونه توانېد چې د خوشې کېدو لپاره وثیقه ترتیب کړي او کله یې چې دا کار وکړ په ضمانت به خوشې شي.

ښاغلی فریدون د ولسمشر حسن روحاني یو لوړ پوړی همکار هم دی چې کلونه مخکې یې خپل تخلص فریدون ته اړولی دی.

د ایران سخت دریځو هغه له اوږدې مودې راهیسې په مالي او د فساد په جرمونو تورن کړی دی.