استرالیا له روسیې څه غوښتنې لري؟

استرالیا له روسیې غوښتي چې د هغو مشکوکو عاملانو د محاکمه کولو لپاره په نویو هڅو کې همکاري وکړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په جولای میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې د یوې مالیزیایي الوتکې په راغورځولو کې لاس لري. په دې پېښه کې د مالیزیا د هوایي شرکت د اېم.اېچ ۱۷ الوتنې ټولې ۲۹۸ سپرلۍ ووژل شوې.

د هالنډ څېړونکي په ۲۰۱۵ میلادي کال دې نتیجې ته رسیدلي و چې دغه الوتکه په روسیه کې جوړ شوي بوک توغندي چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتونپالو تر کنټرول لاندې جګړه ځپلې سیمې څخه توغول شوی و، رانسکوره کړې ده.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولی بیشاپ له روسیې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۱۶۶ م پریکړه لیک چې د استرالیا له خوا دې شورا ته وړاندې شوی و، عملي کړي.

دغه پریکړه لیک له ټولو دولتونو غواړي چې دا یقیني کړي چې د دغې پېښې مسؤلین عدالت ته راکاږل شي.

روسیې چې د اوکراین په ختیځ کې په جګړو کې خپله مداخله ردکړی دا یې هم رد کړې چې د دغې الوتکې د نسکورېدو لپاره به یې ښایي له یوه توغندي کار اخېستل شوی وي.

د دې پېښې اکثره قربانیان هالنډیان دي خو د ۱۷ نورو هېوادونو په ډله کې ۳۸ استرالیایان هم شامل دي.