افغان ځواکونو د هلمند د ناوې نیولو لپاره عملیات بیا پیل کړل

افغان امنیتي ځواکونو له نن سهار څخه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات بیا پیل کړل.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي، د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره پرون سهار عملیات پیل شوي خو ماښام مهال په سیمه کې د ماینونو د زیاتوالي له کبله وځنډول شول.

امنيتي چارواکي وایي، له څو خواوو یې د ناوې د مرکز پر لوري پرمختګ پیل کړی دی.

په جګړو کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی معلوم.

دا ولسوالي چې له تیر یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، د هلمند مرکز لښکرګاه لپاره خاص اهمیت لري.