بزګران: سږ کال د بلخ د هندواڼو او خټکیو حاصل ښه خو بازار نه‌لري

په بلخ کې د هندواڼو او خټکیو په محصولاتو کې د تېر په پرتله سږ کال ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د بلخ د کرنې رئیس سراج‎الدین مهربان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په بلخ کې د حاصلاتو کچه لوړه ده، خو له بده‎مرغه دغو محصولاتو ته بازار نشته .

مهربان وایي چې په بلخ کې بزګران هندواڼې او خټکي په ارزانه بیه پلوري او دومره پیسې نه‎لري چې نورو ولایتونو ته یې انتقال کړي.

مهربان وايي چې سږ کال به د اټکل له‎مخې په دغه ولایت کې بزګران ۴ زره ټنه د هندواڼو او دغه راز درې نیم سوه زره ټنه، د خربوزو حاصلات ولري.

د بلخ د کرنې رئیس له بزګرانو غواړي چې له دې وروسته باید دوی د کرکیلې پلان د کرنې ریاست سره همغږی کړي، څو د کرنې ریاست د حاصلاتو د راټولو پر وخت ورته کورني او نړیوال بازارونه ولټوي.