د روباټ جوړونکو لومړنی نړیوال ټورنمنټ نن یکشنبه پرانیستل کېږي

د روباټ جوړونکو لومړنی نړیوال ټورنمنټ د افغان نجونو په ګډون نن یکشنبه پرانیستل کېږي.

په واشنګټن کې افغان سفارت پر خپلې وېب‌پاڼه لیکلي چې د افغان نجونو دا شپږ کسیزه ډله به د یکشنبې له ورځې د روباټ جوړولو په نړیوال دوه ورځني چلنج کې د افغانستان لپاره ګډون وکړي.

افغان سفیر حمدالله محب له اسوشیټېډ پرس اژانس سره په خبرو کې امریکا ته د روباټ جوړونکو افغان نجونو سفر د افغانستان د یوې روښانه راتلونکې زیری وباله.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو هیله بخښونکی پیغام له ځان سره لري. داسې پیغام چې په ډاګه کوي هلته په افغانستان کې له ټولو ناخوالو سره-سره ژوند روان دی او موږ مبارزه مخ ته وړو او دا یقیني کوو چې موږ د نړیوالې ټولنې فعاله او مساوي غړي یو."

د روباټ جوړولو لومړني نړیوال چلنج ته د لسګونه هېوادونو استازي راغلي دي.

افغان نجونو د امریکا د ویزې په اخیستلو کې ستونزه درلوده چې وروسته ان په خپله د امریکا ولسمشر مداخله وکړه او دغو نجونو ته د ویزې د ورکړې اسانتیا یې وغوښته.