د ایران پولیسو هغه کس په ډزو وواژه چې په پلازمېنه تهران کې یې د مټرو په یوه تمځای کې یې پر یوه دیني عالم او نورو کسانو په چړې برید وکړ او ټپیان یې کړل.
دا خبره د ایران دولتي آژانس کړې ده.
د تهران په جنوب کې د دې سیمي یوه چارواکی ویلي دغه ناپيژندل شوی برید کوونکی تر لفظي شخړي وروسته پر دیني عالم د چړې ګوزار وکړ.
راپورونه وایې برید کوونکي پر څو نورو کسانو هم هغه مهال بریدونه وکړه چې هغوی د دیني عالم د ژغورنې هڅه کوله.
برید کوونکی لومړی د پولیسو په ډزو ټپي شو، خو وروسته د سختو ټپونو له کبله مړ شو.
پولیس وایې، برید کوونکي رواني ستونزه درلوده، خو د پېښي په اړه پلټنې پیل شوې دي.