چارواکي: د هلمند د ناوې عملیات بې له کوم مقاومته پر مخ روان دي

د هلمند د والي ویاند وايي، په ناوې ولسوالۍ کې عملیات بې‎ له کوم مقاومته پر مخ روان دي.

عمرځواک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، تر دې دمه ۱۲ وسله‎وال وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

ده یوازې د ۲ افغان سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

نن د شنبې سهار مهال د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ عملیات پیل شوي چې ویل کېږي، په دې عملیاتو کي زرګونه افغان سرتېري برخه لري.

د والي ویاند وايي، عملیات به تر هغه روان وي چي ناوه ټوله د وسله‎والو له ولکې وباسي.

په هلمند کې د ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي له خلکو غوښتي چې د وسله‎والو د پټنځایونو په اړه مالومات ورکړي او کوښښ وکړي چي په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

ناوه چې د لښکرګاه په جنوب کې موقعیت لري، شااوخوا نهه میاشتي وړاندې وسله‎والو ونیوله.

تر اوسه وسله‎والو د دغو عملیاتو او خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.