د افغانستان د سودګراۍ او صنایعو خونه وايي، د دوی د وړاندوینو لهمخې به سږ کال، یو لک او ۸۰ زره ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د پراختیا د برخې رئیس میر زمان پوپل نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال دغه رقم یو لک او ۴۰ زره ټنه و.
ښاغلي پوپل زیاته کړه:
"زموږ وړاندوینه دا ده چې سږ کال د انګورو، انارو، خربوزو، هنواڼو او دغه راز د زردالو په تولیداتو کې زیاتوالی راځي."
پوپل وایي چې اوس مهال د هوا له لارې او دغه راز د ځمکې له لارې هندوستان، پاکستان، بحرین،عربستان او قطر ته د افغانستان د تازه مېوې صادرات کېږي.