د امریکا د کانګرس د کلنۍ دفاعي بودجې لایحه تصویب کړه

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس پرون جمعه د کلنۍ دفاعي بودجې لایحه تصویب کړه.

داستازو مجلس دا لایحه په ۳۴۴موافقو او ۸۱مخالفو رایو تصویب کړې ده.

خو د امریکا د ملي دفاع د اختیاراتو لایحه [National Defense Authorization Act] چې پوځي کړنلاره ټاکي او د ملي دفاع وزارت ته د ۶۹۶میلیاردو ډالرو د مصرف اختیار ورکوي، مخکې تردې چې په قانون بدله شي، له زیاتو ستونزو سره مخامخ کېدلائ شي.

یوه ستونزه دا ده چې د ملي دفاع د اختیاراتو لایحه ښايي د تېر کال په پرتله، د پوځي لګښت اندازه د تېر کال په پرتله چې ۶۱۹میلیاردو ډالرو ته رسېدلې وه، زیاته کړي.

خو د بودجې د کنټرول لایحه چې د حکومت د لګښت څارنه کوي، د دې کار مخنیوی کوي.

په هغه لایحه کې چې پرون د استازو مجلس تصویب کړې، د امریکا د مزایلو پر دفاعي سیسټم په لګښت کې هم تقریبا ۲۵فیصده زیاتوالی لیدل کېږي او د امریکا د پوځ په معاش کې دوه اعشاریه څلور فیصده زیاتوالی راولي چې په تېرو اتو کلونوکې ساری نه لري.

د امریکا دمتحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې غیر پوځي مصارف راکم کړي او په بدل کې یې، پوځي چارو ته زیاته بودجه ورکړي.

د امریکا د سنا مجلس به له خپله لوري، د دفاعي بودجې پرلایحه رای ګیري وکړي.

د سنا مجلس ډیموکراټان د غیر دفاعي چارو د بودجې دکمېدو نظر مخالف دي او پر وړاندې یې مقاومت کړی دی.