د ارزګان اوسېدونکو له امنیتي ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړ

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د یو شمېر هغو سیمو اوسېدونکي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلو سیمو په ساتلو کې مرسته کړې وه له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

دغه خلک چې تېره ورځ پنجشنبه ناوخته د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شاه منصور سیمه کې راغونډ شوي وو افغان امنیتي ځواکونو ته ژمنې ورکړې چې ترشا به يې د تل لپاره ودرېږي او په خپله سیمه کې به هېڅ کله د هېواد دښمنانو ته اجازه ورنه کړي.

له یادو ملاتړ کونکو څخه دوو کسانو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زه ځکه له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کوم ځکه چې موږ دغه لس میاشتې وسله والو طالبانو له خپلو سیمو څخه شړلي وو او خپلو کورنو ته يې نه پرېښودلو، تاسې وګورۍ کورونه مو ټول لوټي لوټي شوي دي، دا ټول د وسله والو طالبانو له لاسه، زه خو د دولت سړی هم نه یم ولې يې داسې راسره وکړه.

زه او کورنۍ مې وسله والو طالبانو په زوره د خپل کور څخه وه ایستلو، ویل يې موږ دلته اطاق جوړه وو ځه ولاړه شه، کډه دي بار کړه، په زور يې پسې واخیستلو، زما اول ډېر ښه کور وو او تاسې اوس ورته وګورۍ، ټول سوځېدلی دی، نوځکه زه له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان وم."

په ورته وخت کې د دغه ولایت امنیتي مسؤلین د خلکو د دغه ملاتړ څخه هرکلی کوي او وايي که چېري د خلکو دغه ډول ملاتړو ورسره وي نو زیات شمېر نوري سیمې به هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.