ته ینج: جنرال دوستم به محکمې ته حاضر نه شي

د جنبش ملي ګوند ویاند وايي د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم به محکمې ته حاضر نه شي.

بشیراحمد ته ینج نن د دې مطلب په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل چې لویه څارنوالي او محکمه د ده په خبره د دې صلاحیت نه لري چې د دوستم دوسیه وڅېړي یا یې په اړه پرېکړه وکړي.

لویې څارنوالۍ د احمد ایشچي د ادعا په اساس جوړه شوې دوسیه محکمې ته واستوله.

احمد ایشچي مدعي شوی چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او ساتونکو یې جنسي ځورونه ورسره کړې او وهلی ټکولی دی.

لویې څارنوالۍ کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې د احمد ایشچي دوسیه محکمې ته استول شوې او ټول مسؤلیت په محکمې پورې تړلی دی.