په بیت المقدس کې نن د یهودانو یوې مقدسې ساحې ته نېږدې درې تنه د وسله والو کسانو په حمله کې ټپیان شول.
چارواکو ویلي چې پولیسو سمدستي عمل وکړ او درې واړه حمله کوونکي یې ووژل.
د دریو ټپي شویو یهودانو له ډلې دوه تنه په سخت حالت کې دي.
حمله په بیت المقدس کې د یهودانو یوې مقدسې ساحې ته چې د زمریانو دروازه ورته وايي ترسره شوې ده.
تر حملې وروسته د زاړه ښار ټولې دروازې تړل شوي او په اقصی جومات کې د جمعې ورځې لمونځ هم لغوه اعلان شوی دی.
له ۲۰۱۵ کال را وروسته فلسطینیانو په ورته حملو سره ۴۳ تنه اسرایلیان او ۳ بهرنیان وژلي دي.
په همدې وخت کې اسرایلي پوځيانو هم په فلسطینایانو وار وار حملې کړي چې له ډلې یې ۲۵۰ تنه وژلي دي چې ویل کیږي ډیری یې حمله کوونکي و یا د حملو په تور وژل شوي دي.