غني: د مخدره موادو قاچاقبر او تروریستان د یو بل ملاتړ کوي

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ايالتونو له حکومت څخه غوښتي چې د مخدره موادو د نړیوالو قاچاق وړونکو او تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه باید هم مهاله پر مخ یووړل شي.

د ارګ له خوا په يوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د امریکا د مخدره مواد پر ضد مبارزې ادارې له مرستیال (ویلیم براون فیلډ) سره په لیدنه کې ویلي، د مخدره مواد قاچاق وړونکي او تروریستي ډلې د یو بل ملاتړ کوي.

همدا راز په اعلامیه کې د ښاغلي فیلډ له قوله لیکل شوي چې واشنګټن د مخدره موادو پر ضد ستراتیژۍ پر جوړولو کار پیل کړی او د افغان حکومت وړاندیزونو ته به هم ځای پکې وړکړل شي.