خوګیاڼی: په ننګرهار کې د پاڅون کوونکو لیکو ته نور ځوانان جذبېږي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې له داعش ډلې څخه د پچیراګام ولسوالۍ د تصفیه شویو سیمو د ساتنې لپاره به د پاڅون کوونکو لیکو ته نور ځوانان هم جذب شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې والي ګلاب منګل له لوی درستیز جنرال شریف یفتلي سره د ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې په دې اړه بحث وکړ:

"د هغو سیمو چې له داعش څخه پاک شوې د بیا ساتنې په اړه هم خبرې وشوې چې ډېرژر به درې سوه تنه ولسي پاڅون کوونکي په رسمي ډول جذب شي، لسګونه پوستې به ورته جوړې شي او د خپلو سیمو ساتنه به وکړي."

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې والي ګلاب منګل د وسله وال پوځ له لوی درستیز سره په خبرو کې همداراز د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د ځمکنیو عملیاتو ترڅنګ د هوايي حملو د زیاتیدو غوښتنه هم وکړه.